۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو څو کارخوني موندلي او ۱۲ تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې د څو جلا عملیاتو پایله کې ۱۲ تنه د نشه یي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نیولي او یوه اندازه چرس او نشه یي ګولۍ يې ترې ترلاسه کړي دي.
ورته مهال یادو منسوبینو د نشه یي توکو د پروسس یو کارخونه د هلمند په بهرامچي ولسوالۍ او یوه کارخونه د فراه په بکواه ولسوالۍ کې موندلې او سوځولي ده.
بل لور ته نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې ۱۶۵ زره او ۷۰۴ نشه یي ګولۍ نیولي دي.