۴ ولایتونو کې؛ پولیسو نږدې ۲۰۰ تنه روږدي د بستر په موخه راټول کړي او ۲۲ تنه نیولي دي

moi-af
Thu, Sep 12 2024 11:44 AM
رطرزظر

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو پایله کې له کابل ښار ‍۱۸۳ روږدي راټول او د درملنې لپاره یې د روږدو د درملنې روغتیایي کمپ(امېد) ته لېږدولي دي.
ورته مهال، پولیسو د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ۱۶ تنه په کابل، ۶ تنه په غور او نیمروز کې نیولي او ۶ کیلو ګرامه شیشه، ۳ کیلو ګرامه تریاک، ۴ کیلو ګرامه چرس او یوه اندازه نشه یي ترې لاسته راوړي دي.
همداراز، یادو منسوبینو په غور او فراه کې د نشه یي توکو د پروسس څو کارخونې موندلي او له خپلو ټولو