بلخ او پکتیکا کې وسلې، مهمات او د نظامي وسایطو پرزې کشف او ضبط شوې
د کورنیو چارو وزارت ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو څلور میله کلاشینکوفونه، څلور تومانچې، یو میل ایم ۱۶، ۵۰ د راکټ مرمۍ او یوه مخابره په بلخ او همداراز د نظامي او بريښنايي وسایطو پرزې او وسایل په پکتیکا ولایت کې نیولي او ضبط کړي دي.