در ۴ ولایت؛ یک کارخانه مواد مخدر کشف و ۱۵تن بازداشت گردیدند

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د يو لړ بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه د نشه يي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو ١٥ کسان نيولي او له هغوى څخه يې يوه اندازه چرس، شيشه او نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
دغه راز پوليسو د هلمند ولايت له بهرامچي ولسوالۍ څخه ٣١ کيلوګرامه ترياک او د نيمروز ولايت له مرکز زرنج ښار څخه ۱٧٥٠ ليتره تيزاب کشف او ترلاسه کړي دي.
دغه راز د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د دغه ولايت د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو يوه فابريکه کشف او شنډ کړه.