خوست کې د ځایي مسؤلینو په هڅو د څلورو کورنیو ترمنځ دوه شخړې هوارې او په دوستۍ پای ته ورسیدې.

moi-af
Mon, Aug 26 2024 2:20 PM
XCZxc

د خوست په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو کې د مرستیال والي محبوب شاه قانت، امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري او سیمه یيزو قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو (شیرولي خان او بادشاه محمد) او همدا رنګه(نظرخان او ظریف) ترمنځ دوښمنۍ چې پکې د څلور واړو کورنیو پنځه کسان مړه او درې کسان ټپیان شوي وو، له اوږدو خبرو اترو وروسته هوارې او دوښمنۍ یې پای ته ورسېدې.