۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۰ کیلو ګرامه زیکپ موندلي او ۶ تنه نیولي دي

د هلمند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې ۳۰ کیلو ګرامه زیکپ موندلي او ضبط کړي دي.
همداراز، پولیسو د څو عملیاتو پایله کې ۶ تنه په ننګرهار، پروان، غزني او هلمند کې د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي او له نیول شویو کسانو ۱۹۰ کیلو ګرامه ایف، یوه اندازه چرس، شیشه او نشه یي ګولۍ لاسته راغلي دي.