۹ ولایتونو کې؛ ۳۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
امنیتي ځواکونو په ۹ ولایتونو کې د غلا، قمار، نامسؤله وسلو لرلو، له کوره د تېښتې او زور واکۍ په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، هرات کې څلور تنه د موټرونو د غلا او یو تن د زور واکۍ په تړاو، پنځه وسله وال او مسلکي غله په خوست، څلور تنه د ۲۸ څارویو د غلا په تړاو په کندز او اته تنه د قمار کولو په تړاو په بلخ کې نیول شوي دي.
ورته مهال، پولیسو دوه تنه د غلا په تړاو په اورزګان، دوه غله په ننګرهار، یو تن د موټرونو د غلا په تړاو په بامیان، یو وسله وال غل په غزني او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیولي دي.