امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۳۰ تنه نیولي دي

امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په اوو ولایتونو کې د غلا، ځورونو، ځنګلونو ناقانونه وهلو او اخلاقي فساد په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۳ تنه د ځورونو په تړاو په تخار، اته تنه په زابل کې د ځنګلي ونو د وهلو په تړاو، دوه غله په بلخ، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، دوه وسله وال غله په کندز او دوه تنه د غلا په تړاو په ننګرهار او هرات کې نیول شوي دي.