په ۴ ولایتونو کې؛ ۴۷ تنه په نشه روږدي کسان راټول شوي

moi-af
Wed, Jul 31 2024 10:03 AM
ببیبیب

په نشه د روږدو کسانو د راټولو په درشل کې، دا ځل د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو بیلابیلو عملیاتو په لړ کې، ۲۱ تنه په کاپیسا کې، ۱۵ تنه په فراه ولایت کې، ۶ تنه په پروان کې او ۵ تنه له پکتیکا ولایت څخه راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتیایي مرکزونو ته لیږدولي دي.