لوګر کې د (رهبرۍ او تصمیم نیولو) په نوم ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر والي الحاج شیخ ضیاءالرحمن مدني، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو رییس مفتي شهزاد نور، د یادې ادارې د ولایتي چارو د همغږۍ رییس مولوي عبدالروف خدام او د لوګر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د لوګر والي په خپلو خبرو کې د ورته ورکشاپونو جوړول ملکي او په تېره نویو مقرر شویو کارکوونکو ته ګټور وبلل.
همداراز د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو رییس وویل چې؛ د دغسې ورکشاپونو جوړول یو اړین ضرورت دی او په وینا یې موږ هڅه کوو چې په ولایتونو د ملکي خدمتونو کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه ورته سمینارونه او ورکشاپونه ترسره کړو.