د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی ریاست نن له غرمې وړاندې په لومړي ځل د ولایتونو او امنیه قومندانیو له ویاندویانو سره ويډيوي ناسته وکړه.

په ناسته کې، د عامه اړیکو لوی رییس مولوي رحمت الله کاکا زاده، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د عامه اړیکو لوی ریاست امرینو او د ولایتونو او امنیه قومندانیو ویاندویانو ګډون کړی و.
په دغه ويډویوي ناسته کې په اطاعت کولو، فرهنګي مبارزې او د مرکزي او ولایتي ویاندویانو او رسنیو ترمنځ د ښې پالیسۍ او همغږۍ په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.