۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۱ تنه نیولي او د لرګیو د قاچاق مخه یې نیولې

moi-af
Sun, Jul 21 2024 1:41 PM
xvxvx

پولیسو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اتو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، قاچاق، ترافیکي پېښې او نورو جرمونو په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي.
له ډله یې، اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په کنړ، څلور مسلکي غله په هلمند، درې غله په غزني، درې غله او درې تنه د غره د لرګیو د قاچاق په تړاو په ننګرهار، یو تن د وژنې په تړاو په لغمان، دوه مجرمین په سمنګان، دوه غله او یو تن د ټرافیکي پېښې په تړاو په بلخ او پنځه تنه د غلا په تړاو  په هرات کې نیول شوي دي.
ورته مهال، پولیسو په خوست کې د سون د ځنګلی لرګیو د قاچاق مخه نیولې او په هرات کې یې ۹ ورک شوي موټر سایکلونه موندلي دي.