۱۱ ولايتونو کې؛ پوليسو ۳۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي
پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د غلا، وژنې، قمار، وسلو ناقانونه ساتلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، څلور تنه په ننګرهار، څلور تنه په بلخ، دوه تنه په سرپل او یو تن په کندهار کې د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیول شوي او همداراز درې تنه په بغلان، درې تنه په کندز او دوه تنه د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د وژنو په تړاو نیول شوي دي.
ورته مهال، سمنګان کې اووه تنه د قمار په تړاو، یو مجرم په نورستان، یو تن په تخار کې په ډزو د یو تن د ټپي کولو په تړاو او یو تن په غزني کې د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو نیول شوی دی.