۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
![سبسبس](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-15_at_9.21.25_am.jpeg)
پولیسو په هلمند، هرات، جوزجان، ننګرهار او بلخ کې ۱۴ تنه د بېلابېلو غلاوو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، پنځه تنه د غلا په تړاو په هلمند، څلور وسله وال او مسلکي غله په هرات، درې په جوزجان، یو غل په ننګرهار او یو تن په بلخ کې د فلډر موټر د غلا په تړاو نیول شوی دی.