۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

moi-af
Thu, Jul 04 2024 9:26 AM
sfsf

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په شپږو ولایتونو کې نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۰ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، څلور غله په هرات، درې تنه د موټرونو غله په کندهار، دوه مسلکي غله په بلخ، یو تن په تخار کې د وسلو ناقانونه لېږد په تړاو او یو تن د نامشروع جنسي اړیکو په تړاو په غزني کې نیول شوی دی.