کابل کې؛ پولیسو د شرابو کارخونه موندلې او د ۲۸ زره نشه یي ګولیو لېږد مخنیوی یې کړی

moi-af
Tue, Jul 02 2024 11:15 AM
sfsfs

د کابل امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په لسمه حوزه کې د شرابو یوه کارخونه له ۳۵۰ لېټره شرابو سره موندلې او یو تن یې په تړاو نیولی دی.
همداراز، یادو منسوبینو د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو پلټونکي راپور پر بنسټ د ۲۸ زره نشه یي ګولیو د لېږد مخنیوی کړی او یو تن یې په تړاو نیولی دی.