۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
پولیسو په اوو ولایتونو کې د غلا، د جعلي پیسو پلور او د وسلو ناقانونه لېږد او ساتنې په تړاو ۲۴ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، غزني کې څلور تنه د غلا په تړاو، پنځه غله په نیمروز، درې تنه د غلا په تړاو په تخار، د غلو درې کسېزه وسله واله ډله په جوزجان، یو تن د وسلو د ناقانونه لېږد او ساتلو په تړاو په بلخ او یو غل په دایکندي کې نیول شوی دی.
ورته مهال، پولیسو هرات کې درې تنه له ۱۰ زره جعلي ډالرو سره، درې غله او یو تن د وسلو د ناقانونه ساتلو په تړاو نیولی دی.