۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، جعل او دوکې او نامشروع اړیکو په تړاو ۲۱ تنه نیولي دي.
له منځه یې، ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو په کنړ، یو غل او یو تن د نامشروع اړیکو په تړاو په سمنګان او درې تنه د شرابو د پلور په تړاو په فاریاب کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، دوه تنه د جعل کولو په تړاو په پروان، دوه تنه په سرپل کې د تومانچې په ډزو د دوه تنو ټپي کولو په تړاو، یو غل په هرات او یو تن د وژنې په تړاو په خوست کې نیول شوی دی.