په کابل کې؛ د ۳۲ تنو په نشه روږدو کسانو درملنه شوې او ۸۴ تنه نور را ټول شوي دي
۳۲ تنه په تشو روږدي کسان چې په خوا د بیلابیلو ولایتونو څخه راټول شوي وو او په امید حمایوي کمپ کې تر درملنې لاندې وو، له رغیدو وروسته، د موظفې کمیټې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل له اړونده سیمو څخه ۸۴ تنه نور په نشو روږدي کسان را ټول کړي.