د پولیسو ځواکونو؛ ۱۶ تنه نیول شوي او د یوې اندازې لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۶ تنه د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو د کندز، پروان، نیمروز او نورستان په ولایتونو کې نیول شوي.
له دې ډلې، ۷ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په کندز کې، ۴ غله په پروان کې، ۴ تنه د جنایي پیښو په تړاو نیمروز کې او یو بل تن د وژلو په تړاو په نورستان ولایت کې نیول شوی.
په همدې حال کې، له زر منو څخه ډیرو د سون لرګیو د قاچاق مخه په ننګرهار ولایت کې نیول شوې.