امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۱۴ تنه نیولي دي

پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اوو ولایتونو کې د غلا، وژنې، د وژنې نیت لرلو، انسان تښتونې او ترافیکي پېښې په تړاو ۱۴ تنه نیولي دي.
له منځه یې، څلور غله په تخار، دوه تنه په سرپل کې د وژنې نیت لرلو په تړاو، درې غله په هلمند، یو تن د سړی تښتونې په تړاو په نیمروز، یو تن د خپلې ښځې د وژلو په تړاو په سمنګان او یو بل تن د ترافیکې پېښې په تړاو په فاریاب کې نیول شوی دی.