الحاج ملا محمد شعیب رسالت د سمنګان نوی والي وټاکل شو

moi-af
Mon, Jun 10 2024 11:25 AM
sfsfs

د نوي والي د پېژندنې په مراسمو کې چې د یاد ولایت په مقام کې نیول شوي وو ښاغلی رسالت د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست مرستیال الحاج مولوي عبدالحق مخدوم او پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی رییس الحاج حافظ نور الله انصار له لوري ځايي مسؤلینو ته ور وپېژندل شو.

نوي ټاکل شوي والي د اسلامي امارت د مشرتابه له باور مننه وکړه او وې ویل چې د سمنګان له خلکو سره به اوږه په اوږه ولاړ وي او دوی ته په خدمت کولو کې به له هیڅ شي دریغ ونه کړي.