۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې ضبط کړي

moi-af
Sat, Jun 08 2024 10:26 AM
sssg

جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ تنه د غلا او قاچاق په تړاو په کاپیسا، هرات، اورزګان، غزني او ننګرهار کې نیولي دي.
له منځه یې، درې تنه د غلا په تړاو په کاپیسا، درې وسله وال غله په هرات، دوه غله په غزني، دوه تنه د غلا په تړاو په اورزګان او یو غل او یو تن د ښځو د ويښتو د قاچاق په تړاو په ننګرهار کې نیول شوي دي.
ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په هرات او پروان کې یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.