امنیتي ځواکونو؛ پولیسو په شپږو ولایتونو کې ۲۵ تنه نیولي دي

moi-af
Mon, May 13 2024 9:44 AM
adadad

امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د غلاوو، وژنې، جوارګرۍ او نامشروع اړیکو په تړاو ۲۵ تنه نیولي دي.

له منځه یې، هرات کې پنځه غله او دوه تنه د وژنې په تړاو، بلخ کې دوه غله او پنځه تنه د جوارګرۍ په تړاو، هلمند کې یو تن د لسګونه زره اوفغانیو، موټرونو او د کور د سامانونو د غلا په تړاو، څلور مجرمین په کندز، یو تن په غزني کې د نامشروع اړیکو په تړاو او یو غل په سمنګان ولایت کې نیول شوی دی.