زابل کې؛ پولیسو دوه ټنه اومه چرس نیولي
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ امنیه قومندانۍ پولیسو ۲۰۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې په ۱۰۰ بوجیو کې په دوو مازدا موټرونو او یو تراکتور کې ځای په ځای شوي و کشف او ترلاسه کړل.
په دې په تړاو ۷ تنه نيول شوي چې د څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.