امنيتي ځواکونو؛ ۲۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي

moi-af
Tue, May 07 2024 10:39 AM
sfsfsf

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په پنځو ولایتونو کې د غلا، انسان تښتونې، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.

له منځه یې، نیمروز کې ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، درې انسان تښتونکي په غزني، دوه تنه په سمنګان کې د اخلاقي فساد په تړاو، یو غل په هرات او دوه تنه په ننګرهار کې د ناپاکو او مړو شویو حیوناتو د غوښو پلور په تړاو نیول شوي دي.