۶ ولایتونو کې؛ پولیسو د ۱۵ تنو نیولو ترڅنګ د لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی

moi-af
Wed, May 01 2024 9:33 AM
sfsff

تېرو ۲۴ ساعتونو کې پولیسو په هرات، کندز، پروان او بامیان کې ۱۵ تنه د غلا په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، هرات کې ۹ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو له شپږ موټر سایکلونو او څو غلا کړي مبایلونو سره، څلور غله په کندز، یو تن د نشه یي توکو کارولو په تړاو په بامیان او یو غل په پروان کې نیول شوی دی.
ورته مهال پولیسو په ننګرهار او کنړ کې د څو موټرونو چارتراشو لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.