امنیتي ځواکونه: په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه نیول شوي

moi-af
Sun, Apr 28 2024 9:49 AM
صقصقق

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په اوو ولایتونو کې د غلا، قمار، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو ۳۱ تنه نیولي دي.
له منځه یې، نیمروز کې نهه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو، بلخ کې شپږ تنه د اخلاقي فساد او دوه تنه د غلا په تړاو، پنځه مسلکي غله په خوست، پنځه تنه د جوارګرۍ په تړاو په سمنګان، دوه غله په کندز او دوه تنه د غلا په تړاو په سرپل او ننګرهار کې نیول شوي دي.