امنیتي ځواکونه: په اوو ولایتونو کې ۱۸ تنه نیول شوي

moi-af
Sun, Apr 21 2024 9:30 AM
دلدت

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په هلمند، فاریاب، سمنګان، فراه، سرپل، نیمروز او تخار کې ۱۸ تنه د غلا، وژنې، جوارګرۍ او اخلاقي بې لاریو په تړاو نیولي دي.

له منځه یې، هلمند کې شپږ تنه د موټرونو د غلا په تړاو، پنځه جوارګر په فاریاب، یو غل په فراه، یو تن د وژنې په تړاو په سرپل، درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، یو غل په نیمروز او یو تن د اخلاقي فساد په تړاو په تخار کې نیول شوی دی.