امنیتي ځواکونه: ۹ ولایتونو کې ۲۹ تنه نیول شوي

moi-af
Mon, Apr 08 2024 10:29 AM
jikjuliol

امنیتي ځواکونو د هیواد په نهو ولایتونو کې د غلا، قمار، ناقانونه وسلو لرلو او اخلاقي فساد په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.

له منځه یې، نیمروز کې پنځه تنه د موټرونو د غلا په تړاو، شپږ جوارګر په فاریاب، درې تنه په غزني کې له عذر پرته د روژه خوړلو په تړاو، درې غله په هرات، دوه تنه د اخلاقي فساد او یو تن د غلا په تړاو په بلخ، درې غله په ارزګان، درې تنه د ۴۰۰ زره افغانیو او ۲۰۰ امریکایي ډالرو د غلا په تړاو په سمنګان، یو تن د غلا په تړاو په خوست او دوه تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په بامیان ولایت کې نیول شوی دی.