۹ ولایتونو کې؛ امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه نیولي دي
امنیتي ځواکونو په سرپل، خوست، سمنګان، ننګرهار، کندز، کندهار، تخار، هرات او غزني کې ۴۳ تنه د غلا، جوارګرۍ، قاچاق او کوډو کولو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، خوست کې پنځه تنه د غلا په تړاو، ۱۱ جوارګر په سرپل، سمنګان کې درې تنه د اخلاقي فساد او اته تنه د جوارګرۍ په تړاو، ننګرهار کې شپږ غله او یو تن د نظامي تجهیزاتو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.
ورته مهال، کندز کې د غلو څلور کسېزه وسله واله ډله، کندهار کې دوه تنه د غلا په تړاو، غزني کې یو تن د جادو کولو په تړاو او په تخار او هرات کې دوه تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.