زابل کې؛ پولیسو څه باندې درې ټڼه نشه یي توکي سوځولي

د زابل نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په مرکز او ددغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې څه باندې درې ټنه نشه یي توکي کشف کړي او ۶ تنه یې په تړاو نیولي دي.
د یاد ولایت نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر وایي، پولیسو په سیوري ولسوالۍ کې ۴ تنه د شاوخوا ۲ زره او پنځه سوه کیلو چرسو په تړاو چې په دوه بایفور موټرونو کې یې ځای پرځای کړي و نیولي دي.
همداراز په یاده ولسوالۍ کې دوه تنه د ۷۳۵ کیلو نشه یي توکو د قاچاق په تړاو چې په دوه فلډر موټرونو کې يې ځای پرځای کړي و نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي.