۵ ولایتونو کې؛ ۱۲ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شوه

moi-af
Wed, Mar 13 2024 11:38 AM
sfsfsf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۵ ولایتونو کې د عملیاتو په لړ کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، ۴ تنه په نیمروز، درې تنه په بامیان، دوه تنه په هرات کې له ۳۷۵ کیلو کیمیاوي توکو او یوه اندازه تیزابو سره، دوه تنه په غور کې په نشه یي توکو کې د کاریدونکې یو ټن سوډا او ۴۰۰ کیلو چونې سره او یو تن په کابل کې له ۳۰ زره او ۸۰۰ نشه یي ګولیو سره نیول شوی دي.