امنیتي ځواکونو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ۴۷ تنه د غلا، قتل، قمار، د غیر قانوني وسلو د لرلو، اخلاقي فساد او د نشه يي توکو د استعمال په تور نیولي دي.

moi-af
Sun, Feb 04 2024 10:47 AM
سبیببب

د دې په منځ کې؛ له لوګر ولایت څخه د خپلې کورنۍ د شپږو غړو د قتل په تور یو تن، په تخار کې ۹ تنه مجرمین، په سرپل کې اوه مجرمین، په کندز کې پنځه تنه، په هرات کې پنځه تنه غله، په اروزګان کې څلور تنه، په جوزجان کې پنځه تنه د قتل په تړاو درې تنه نیول شوي دي. په نیمروز کې یو تن په کاپیسا کې او پنځه نور غله د غزني، خوست، کندهار، لغمان او غور له ولایتونو څخه نیول شوي دي.
په همدې حال کې دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې پوليسو دڅلور ميله بېلابېل ډول وسلو او درېيو زرو مهماتو د کشف او ترلاسه کولو په ترڅ کې دوه تنه نيولي دي .