د پروان د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه شاوخوا ۴۵۰ سرتیري فارغ شول
د پروان ولایت د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اوومه دوره کې د پروان، کاپیسا، پنجشېر ولایتونو او د کابل د قطعاتو نږدې (۴۵۰) سرتیري له دوه میاشتنيو تخنیکي، مسلکي، عقیدتي او روغتیایي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.
د یاد مرکز قومندان مولوي انصار مهاجر د غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې دورې په هکله وویل؛ چې په دغه شمېر زده کړیالانو کې ٨٤ تنه د کاپیسا، ١٠٤ تنه د پنجشیر، ٩٣ تنه د کابل او ١٦٧ تنه په پروان ولایت پورې تړاو لري. نوموړي زیاته کړه چې تر دې وړاندې د یاد ښوونیز او روزنیز مرکز څخه په اوو دورو کې شاوخوا (۴۹۲۴) تنه فارغ شوي دي.
د مسؤلینو له ویناوو وروسته د غونډې په وروستیو کې د بیلابیلو څانګو سرتیرو خپلې وړتیاوې او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.