د میدان وردګ ولایت امنیه قومندانۍ له ښوونېز او روزنېز مرکز څخه ۵۱ تنه منسوبین له مسلکي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.
په مراسمو کې د ویناوو پر مهال مسؤلینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص ترسره او له خلکو سره نیک چلند وکړي.