شیخ محمد قاسم د نیمروز نوی والي وټاکل شو

د پېژندنې په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د یاد وزارت د دفتر لوی ریيس مولوي زین الله عابر، د ماليې او بودیجې رییس حاجي وزیر او د نیمروز ولایت مسؤلینو، مجاهدینو او ځایي خلکو ګډون درلود.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال وویل، زموږ هڅه داده چې د افغانستان ولس ته خدمت وکړو او په خبره یې چې د اسلامي امارت ټول مسؤلین تل غواړي، چې ولس ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ رانشي.
نوي والي شیخ محمد قاسم خالد هم ډاډ ورکړ، چې د مشرتابه د فرامینو په پلې کولو کې به پوره زیار وباسي.