۸ ولایتونو کې؛ د ۱۴ تنو نیولو ترڅنګ یو غل وژل شوی او نظامي تجهیزات ترلاسه شوي
امنیتي ځواکونو د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې۱۴ تنه د ځورونو او غلاوو په تړاو په تخار، لغمان، هلمند او ارزګان ولایتونو کې نیولي دي.
له دوی؛ تخار کې اووه تنه د ځورونو په تړاو، لغمان کې درې غله او دوه تنه د غلا په تړاو په هلمند کې نیول شوي او په بدخشان کې یو وسله وال غل پولیسو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو په پنجشېر، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.