پنځو ولایتونو کې: د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو عملیاتو پرمهال د یادو توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۹ تنه په هرات کې له یوه اندازه نشه یي توکو سره، دوه تنه په کندهار کې له څه باندې ۱۹ کیلو نشه یي توکو( اېف) په تړاو، دوه تنه په غور کې له ۱۲ کیلو اېف په تړاو، درې تنه په کاپیسا او یو تن په لغمان کې نیولی دی.
همداراز، یادو منسوبینو په هرات کې د بنګو کروندې له منځه وړي دي.