د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال مولوی عبدالله مختار ژوند لیک

معین امور تامینات

 

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالله مختار د حاجي محمد حسین زوی د میر الف لمسی او په قوم احمدزی عیسی خېل دی. نوموړي په ۱۳۵۲هــ کال د لوګر ولایت په  محمداغې ولسوالۍ د برک برګ په کلي کې دونیا ته سترګې غړولي دي.
لومړنۍ زدکړې یې په خپل کلي کې او لوړې زدکړې یې د هجرت په دیار کې د پښتونخوا په جامعه الحقانیه کې بشپړې کړي دي، چې له فراغت وروسته یې تر وړې دورې پورې طالبانو ته تدریس کړی دی.

قربانۍ: د انقلاب په لومړیو کې د یرغلګرو په چاپه کې ونیول شو او د بګرام په کرغېړن زندان کې یې پنځه کاله د تورو پنجرو تر شا تېر کړل. نازولی ورور یې په ۲۰۱۸ کال کې له یرغلګرو سره په مخامخ جکړه کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

د جهاد او مبارزې په وخت يو شمېر مهم جهادي مسؤلیتونه ورترغاړې شول، چې لاندې یې یادونه کوو.
د لوګر د یو جهادی محاذ مسؤل په توګه، د میرانشاه د یو مشهور جهادي مرکز د مسؤل په توګه او د ننګرهار-  کابل د لویې لارې مسؤل په توګه دندې ورسپارل شوې وې.
همداراز د اسلام پروړاندې د لویې فتنې داعشیانو په وړاندې د لومړي جهادی پروګرام مسؤل او طراح و، چې وروسته بیا د داعشیانو په وړاندې د ټول جهادي پروګرام مسؤل وټاکل شو.
دغه راز له فتحې وړاندې د ننګرهار ولایت د مسؤل په توګه، د مرکزی حلقې مسؤل په توګه، د خوست ولایت د مسؤل، د معسکراتو د ادارې د مرستیال او له فتحې وروسته د پکتیکا د والي په توګه ستر مسولیتونه ورسپارل شوي دي.