غزني کې امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
د غزني امنیه قومنداني تروریزم سره د مبارزې ځواکونو د روان کال له پيله د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څلوویښت میله ډول ډول وسلې او مهمات نیولي دي.
په دغو وسلو کې دوه میله پیکا، اوه میله بړې ټوپکونه، یو نارنچک ویشتونکی، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، ۲۲ میله تفنګچې، شپږ د هشتاد دو مرمۍ، پنځه د راکټ مرمۍ، ۱۴ د هاوان مرمۍ، دوه د نارنجک مرمۍ، ۲۵ د کلاشینکوف شاجورونه، ۱۱ کړۍ لاسي بمونه، ۵۳ کړۍ ډول ډول ماینونه، نهه پایې کمپیوټرونه (۲۸۴) کیلو ګرامه باروت، او یو شمېر نور مهمات شامل دي.
د یادونې وړ چې د یادو شمېر وسلو او تجهیزاتو په تړاو لسګونه کسان هم نیول شوي، چې عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوي دي.