د نیمروز ولایت د کمال خان بند ساتونکې قطعې قوماندانۍ قرارګاه څخه ۱۲۰ تنه ساتونکي له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول.

دغه مراسم چې د کمال خان بند په محافظتي قطعې قوماندانۍ کې جوړ شوي وو، د نیمروز ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال الحاج سردار محمد ایوبي په ګډون پکې ولایتي مسؤلینو، استادانو او امنیتي منسوبینو ګډون کړی و.
فارغو منسوبینو ژمنه یاده کړه، چې په هر حالت کې به خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ژمن اوسي.