د دې وزارت د اور وژنی او پیښو ریاست د (8) قلمه چې شامل (4234) قلمه
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمی مادی د (2) فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، چې د کورنیو چارو وزارت په نظرکی لري چې د دې وزارت د اور وژنی او پیښو ریاست د (8) قلمه چې شامل (4234) قلمه تجهیزات او اوروژنی (اطفایوی) لوازم د الاسکا د لوژستیکی خدماتو شرکت چې د جواز شمېره يې (D-43645) او د غلام خان سرک، کوچی مارکیت ته نژدې، خوست مرکز، خوست سیمه کې موقعیت لري په (24,963,150) افغانی ټولیزیی اعطا کړی.
حقیقي او حکمی کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه له دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر اووه تقویمي ورځو پورې په لیکلی بڼه د تدارکاتو د قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوایی ډګر په 80 متره سړک موقعیت لری وړاندی کړي.
دا خبرتیا د تړون د عقد په معنی نه ده او دی پورته یاد شوې مودې او ورپسې- قانونی پړاوونو تر بشپړیدو پورې به تړون عقد نشي.
