د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ترکیې هیواد له شارژدافیر سره په کابل کې کتنه  وکړه

moi-af
Wed, Oct 18 2023 9:35 AM
dfssf

الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار د یاد هیواد شارژدافیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان سره د ترکیې هیواد له مرستو او همکاری مننه وکړه او د دې تر څنګ یې په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په څرنګوالي، د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې، د دوی د ساتلو، دوی ته د حرفه یي زده کړې پر پروسه او بزګرو ته د نشه یي توکو د کښت پر بدیل معلومات شریک کړل.
وروسته په کابل کې د ترکیې هیواد سفارت شارژدافیر ښاغلي، جنګ اونال د نشه یي توکو سره ګړندی مبارزه وستایله او د هر راز همکاری ډاډ یې څرګند کړ.