د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ ته د برښنا غزولو پروژې کار پرانيسته نن د کورنیو چارو وزارت د تاميناتي چارو معين په شتون کې ترسره شوه.

moi-af
Mon, Oct 16 2023 10:30 AM
sfsfsfs

یاده پرانیسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه، چې د لوګر ولایت یو شمېر ولایتي مسؤلینو په ګډون پکې د کورنیو چارو وزارت د تاميناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار برخه اخیستې وه.
 
ښاغلي مختار د پرانيستې پرمهال ویل، یاده پروژه، چې شل میلونه او څه باندې درې لکه افغانۍ لګښت لري، له کبله به يې د ياد ولايت مرکز پل علم څخه د برکي برک ولسوالۍ ته د ۱۷۶ ستنو په لرلو سره اووه کيلو مټره د برښنا مزی تېر او چارې به یې د یو کورني شرکت له لوري په شپږ مياشتو کې بشپړې شي.