د کورنیو چارو وزارت سرپرست بامیان ته ورسېد

moi-af
Sat, Sep 09 2023 11:13 AM
یبسشیبسب

 

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني نن د خپلو سفرونو په لړ کې بامیان ته لاړ او هلته یې د دغه ولایت  چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلکو ته په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه.

د غونډې په پیل کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د خلیفه صاحب په مشري راغلي پلاوي ته د هرکلي تر څنګ دا راتګ د دغه ولایت خلکو ته یاړ و باله.

ښاغلي سرحدي وویل: له ډېرو قربانیو وروسته متحد شوي یو، نور مو دښمن باید په ډلو او ټپلو و نه وېشي. په بامیان کې د مذهبي توپیرونو پر ځای د شیعه او سني مذاهبوتر منځ د مینې او محبت فضا ده او د دواړو مذاهبو پیروان په یوه جومومات کې لمونځ او په یوه کور کې دیووالي په فضا کې ژوند کوي.

د بامیان د پوهنې ریاست مرستیال او قومي مشر ناظر جعفري وویل: د امریکا په ګډون دوو سترو امپراتوریو غوښتل چې د افغانستان خاوره او دا غیور ولس اشغال کړي، خو دلته ذلیل او له تاریخي ماتې سره مخ شول.
په وینا یې، په بامیان کې هیڅ راز مذهبي، سیاسي او امنیتي ستونزه نه شته او ټول قومونه په یووالي او بشپړ امنیت کې ژوند کوي.

شیخ رمضان علي کریمي وویل: په هېواد کې د امریکايي ځواکونو د ظلم دوره ختمه او موږ له امتحانونو بریالي راووتلو. اوس د نظام بقا او ملاتړ زموږ مشترک مسوولیت دی.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، هزاره او اهل تشیع په شل کلن جهادي پېر کې د نورو قومونو په په څېر ونډه اخیستې ده.

د پوهنتون د استادانو په استازولي باز محمد فروغ وویل: د خلیفه صاحب راتګ د قومونو د اتحاد او لا ډېر نږدې معرفت بنسټونه غښتلي کوي. د پوهنتون او مدسې د قشر وحدت هم د ملي وحدت د پیاوړتیا سبب هم ګرځي.

له دې وروسته خلیفه سراج الدین وویل: له پېړیو راهیسې افغانانو د اشغالګرو پر وړاندې مقاومت کړی او بریالي شوي، خو له بریالیتوب سره سره یې د نظام د ټینګښت په برخه کې بشپړه کامیابي نه ده تر لاسه کړې، موږ او تاسې په هغه پړاو کې یو چې د نظام د استحکام ستر او ستونزمن مسوولیت را تر غاړې دی. 
ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د افغانانو لپاره د باميان د ولسونو اتحاد یوه غوره بېلګه او سمبول دی. 
ده وویل: زموږ پر خلکو د بې اتفاقۍ لپاره ډېر کار وشو چې افغانستان په قومونو، مذهبونو، سمتونو، رنګ او نورو نقطو ووېشي؛ مګر دا خلک په اعتقادي وحدت ټینګ پاتې شول.
خلیفه صاحب وویل: په سیمه کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې مذهبي او قومي تفاوت د جنګ جګړې او اختلاف سبب نه دي ګرځېدلي، بلکې د متنوع او متوازنې ټولنې د جوړېدو باعث شوي دي.
د خلیفه صاحب په وینا، په امارت کې تعصب ګناه بلل کېږي او باید د هېواد په آبادۍ کې پردو ته انتظار ونه کړو، خپله یې ورغوو. څوک چې د هېواد بیارغونې لپاره لاس راکوي، هرکلی یې کوو. د هزاره قوم وتلو سیاسي مشرانو ته بلنه ورکوو چې دلته د دې نورو درنو سپین ږیرو په رنګ ژوند وکړي، زموږ هیچا ته انتقامي فکر نه شته او د نړۍ لپاره مو هم د تعامل دروازې خلاصه ده. د بامیان د خلکو ستونزې مې واوریدې ان شاءالله په لنډ وخت کې به یې د حل په موخه هڅې وکړو او تر رهبرۍ پورې به یې ورسوو."
د کورنیو چارو سرپرست وزیر تېر ته په کتو وویل: دلته ځینې ستونزې له یرغلګرو میراث پاتې دي چې موږ به یې د خدای ج په فضل او د ولس په ملاتړ حل کوو.