د بلخ والي ازبکستان هیواد ته د سفر په درېیمه ورځ د بخارا ولایت له قاضي القضات او دیني علماوو سره وکتل

moi-af
Mon, Aug 14 2023 11:40 AM
ال

د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا پرون شنبه د یاد ولایت ولایتي چارواکو د یو لوړ رتبه هیئت په مشرۍ ازبکستان هیواد ته د رسمي سفر په  دريېمه ورځ د یاد هیواد د بخارا ولایت له قاضي القضات شیخ الحدیث قاضي محمد جابر روستم سره د یادې سیمې په جامع مسجد ٬٬کبیر،، کې ولیدل. په ناسته کې د بلخ د ولایتي هیئت سربیره د بخارا ولایت مرستیال والي، ځایي شیخانو او ګڼ شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.

د لیدني په پیل کي ځایي شیخ جان محمد د بخارا ښار مسؤلین او شیوخ کرام ټولو ته ورپیژندل او ورپسې د بلخ د علماوو شورا رئیس شیخ مولوي سعید هاشمي خبرې وکړې، هغه وویل، الحمدالله د افغانستان په هره سیمه کي موږ ښه ښه علماء کرام لرو، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د علماوو ارزښت ډېر شوی او د دوی لپاره په مختلفو برخو کي د کاز زمینه مساعده شوې ده. 
نوموړي زیاته کړه، چې د بلخ ولایت په ګډون د افغانستان په هر ولایت کي د علما کرامو د تدریس لپاره مدرسې جوړې شوي دي، ټول ولس د علماوو اطاعت کوي او د اسلامي شریعت په رڼا کي د ټولو خبري منل کیږي. هغه وویل، د دې ترڅنګ چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هیواد کي امنیت پخوندي دی د ولسونو د سر، مال او عزت ساتنه هم په ښه ډول شویده.
وروسته د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا ګډونوالو ته خبرې وکړې او وې ویل، چې موږ لږه موده کیږي چي د اشغال او د پردیو له استعماره خلاص شوي یو، د علم پر پرمختګ او ترقۍ کي به د دواړو هیوادونو او ولایتوتو علماءکرام له یو بل سره پوره همکاري، همدردي او مرسته کوي، ځکه دواړه ولایتونه په لویه سطحه علماء کرام لري. 
په وینا یې، چې همدا علماء کرام دي، چي د اسلام مبارک دین ریښې یې ټینګي ساتلي دي، د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې یې لمنځه وړي، د ولس غوښتني او ستونزي تر مسؤلینو رسوي او ولس سمي لار ته رابولي.
هغه همداراز وویل، چې بلخ ولایت چې په پوله پروت دی، هڅه کوي، چې  ددواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګونډیتوب استازولي وکړي. 

وروستیو کي د بخارا ولایت قاضي القضات شیخ الحدیث قاضي محمد جابر روستم د بلخ والي او وروسره  پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وې ویل، د افغانستان او ازبکستان دین، کلتور او فرهنګ یو دی، زموږعلماء کرام، سوداګري او خلک د بلخ ولایت له ټولو وګړو سره ډېري ښې اړیکي لري او دوی د دواړو هیوادونو د نږدې ولایتونو ستونزي له نږدې سره شریکوي.

نوموړي زیاته کړه، چې کوښښ کوو متعلمین دیني زده کړو ته تشویق کړو او د همدې لاري خپلو هیودوالو ته خدمت وکړو.
وروسته د بلخ والي صاحب د ټولو مسئولینو په ملتیا د امام بخاري صاحب، امام ترمذي صاحب او ګڼ شمېر نورو مقدسو مقبرو څخه لیدنه کړه.