در ۸ ولایت؛ بیش از ۶۰ جریب مزارع کوکنار تخریب و ۲۶تن بازداشت شدند

د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، ۶۰ جریبه ځمکه د پکتیا، ۲ جریبه په پکتیکا او د کوکنارو کښتونه په بامیانو ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، دوه تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کاپیسا او بادغیس، یو تن د ۲۹۰ دانو تابلیت کا سره په ننګرهار کې او دوه تنه یې د ډیرې اندازې نشه یي توکو سره په هرات ولایت کې نیولي.
په همدې حال کې، د پروان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۱ تنه په نشه روږدي کسان د یاد ولایت له بیلابیلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه یې کابل ته را لیږدولي.