۷ ولایتونو کې؛ د شاوخوا ۱۴۵ جریبه کوکنارو اړولو ترڅنګ ۲۸ کسان نیول شوي
د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې ۱۴۶ جریبه کوکنار اړول شوي دي.
همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۹ کسان په هرات، پينځه تنه په نیمروز، څلور تنه په خوست، دوه کسه په بامیان او دوه تنه د شرابو د پلور په تړاو په تخار کې نیولي دي.
په ورته وخت کې، د سمنګان نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو شپږ تنه په نشو روږدي د یاد ولایت له څنډو راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتون ته لیږدولي دي.