بغلان کې؛ ۵۰ کسه په نشو روږدي درملنه او کورنیو ته وسپارل شول
د بغلان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۵۰ کسان، چې په نشو روږدي وو، درملنه کړي او کورنیو ته یې سپارلي دي.
هېره دې نه وي، چې په یاد ولایت کې له تېرو دوه کلونو راهیسې ۲۶۸۰ په نشو روږدي کسان درملنه شوي او تازه ۱۴۰ نور بستر دي.